اسعد اباد باختر د زمري ۱۷ مه
په کونړ ولایت کې د نړیوال بانک له لوري (د ۱۵ میلیونه او ۵۰ زره افغانیو په لګښت د سيد جمال الدین افغاني پوهنتون د نجونو لیلیې د خوړنځي ودانۍ چې په یو وخت د (۴۵۰) تنو د ناستې وړتیا لري، د جوړېدو چارې یې بشپړې او د پټۍ په پرې کولو سره ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
د باختراژانس د سیمه یېز خبریال د خبر له مخې؛
له همدې امله په جوړه شوې غونډه کې د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وویل چې د ټولنو او هېوادونو برخلیک په علم او پوهې پورې تړل شوی، د خوښۍ ځای دی چې نن موږ په هغه ځای کې د نوي پرمختګ شاهدان یو چې د وطن اولادونه مو پکې په اسلامي او ملي روحیې روزل کیږي او د ټولنې خدمت ته یې وړاندې کوي.
میرزکوال د دغه علمي کور پرمختګ د ولایتي ادارې او ولسونو ګډ لومړیتوب یاد کړ او د خپل لوري یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
د سيد جمال الدین افغاني پوهنتون رئیس میر احمد حامد د خپلو څرګندونو په ترڅ کې وویل چې د پوهنتون د انکشاف لپاره یې جدي هڅې پیل کړي او په نږدې راتلونکې کې به د نجونو لیلیې د څلور پوړیزې ودانۍ سربېره د معلوماتي ټکنالوژۍ او لمریزې برېښنا پروژې هم ګټې اخیستلو ته وسپارل شي .
د ولایتي شورا رئیس ولایت خان مشواڼي د لیلیې د خوړنځي ودانۍ په بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او د پوهنتون له ټولو محصلینو یې وغوښتل چې له شته فرصتونو ګټه واخلي او خپلې وړتیاوې د هېواد د پرمختګ په لاره کې په کار واچوي .
پای/وصال