د سیاسي کمېسیون ناسته؛ پر یو لړ مهمو کورنیو او بهرنیو موضوعاتو خبرې وشوې

کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر
د رياست الوزراء د سياسي مرستيال مولوي عبدالكبير په مشرۍ، د افغانستان اسلامي امارت د سياسي كمېسيون ناسته ترسره شوې ده.
د ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د سوريې او منځني ختيځ پر وروستيو تحولاتو، د ګاونډيو او سيمې له هېوادونو سره د اړيکو او تعامل پر پراختيا او په افغانستان كې پر شويو سياسي، امنيتي او اقتصادي پرمختګونو خبرې شوې دي.
په ناسته کې د اجنډا له مخې پر ورسپارل شويو موضوعاتو او د غوره حکومتولۍ او د ولس او نظام ترمنځ د همغږۍ پر زياتوالي هم بحث شوی او د اړونده موضوعاتو په اړه لازم تصميمونه نيول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته