د سړک جوړولو د دوو پروژو کار پيل شو
کابل باختردتلې دمياشتې٣ نيټه : په بغلان ولايت کې د سړک جوړولو د دوو پروژو نن کار پيل شو. د پلخمري ښاروالۍ د رياست مالي او اداري مسوول فريدون شينوارى شيرزوي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د کرکرو د استوګنې په ښارګوټي کې په شپږ کيلو متره سړک او د پلخمري ښار په ششصد کوټي ساحه کې په دوو کيلومترو سړک د پلخمري ښاروالۍ له پرمختيايي بودجې څخه د نوولسو ميليونو افغانيو په لګښت کريړ اچول کيږي . پاى ج ذ