امنیت

د سيلاب قول اردو سرتيري او افسران وستايل شول

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٧  :
د ٢٠١ سيلاب قول اردو د جزوتامونو هغه منسوبين  چې دننګرهار ولايت   په مربوطاتو کې  دپاکولو په عملياتو کې يې ونډه لرله  وستايل شول.
دباخترآژانس دخبرله مخې :  د ٢٠١ سيلاب قول اردو د جزوتامونو منسوبينو او ګوزاريزو ځواکونو دوسله وال پوځ داعلي سرقوماندان په امر د ننګرهار ولايت د اچين، کوټ  او دهسکې مينې په ولسواليو کې دقهر سيلاب په نامه  دډار اچونې ضد عمليات ترسره کړل چې له امله يې  په دښمن ځپنده  ګوزارونه وشول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو قوماندان  ډګرجنرال محمدزمان وزيري  دسرتيرو او افسرانو دستاينې په غونډه کې   دډاراچوونکو ډلو انساني ضد او اسلامي ضد عملونو ته په اشارې سره وويل ؛ چې اوس  دننګرهار خلک او ټول هېوادوال په تاسو وياړي .
په پاى کې دملي دفاع وزارت له خوا منظور شوي ستاين ليکونه او نغدي مکافات په سرتيرو او افسرانو وويشل شول.    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته