سیاست

د سيدجمال الدين افغان د ښوونکي د روزنې استادانو د جمهوري رياست له دويم مرستيال سره وکتل

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٨ :
د سيدجمال الدين افغان د ښوونکي د روزنې د موسسې يو شمېر استادانو نن د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوري رياست د دويم مرستيال قانونپوه   سرور دانش د کار دفتر ته په ورتګ سره خپلې غوښتنې او پيشنهادونه د جمهور رييس له مرستيال سره طرحه کړل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته  خبر ورکړ :
د سيد جمال الدين افغان د ښوونکي د روزنې د مرکز استادانو له دې امله د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې چې علمي او اکاډميک شخصيتونه دهېواد د چارو په سرکې ټاکل شوي دي؛ د دې هېواد د بچيانو د ښوونې او روزنې کار ته  د حکومت د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
دوى دغه راز له نيمه عالي څخه عالي ته د سيد جمال الدين افغان د ښوونکي د روزنې د مرکز د لوړولو غوښتنه وکړه او دلايل يې هم طرحه کړل.
په مقابل کې د جمهور رييس مرستيال قانونپوه سرور دانش د ښوونکې د روزنې د موسسې له استادانو سره د کتنې له امله د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې وويل: ما تل هلې ځلې کړې دي چې زموږ ښوونيز او روزنيز مرکزونه وده ومومي او نړيوالو معيارونو ته نږدې شي.
ده زياته کړه: سره له دې چې زموږ لوړې زده کړې په نسبي ډول اوږدو سابقه لري؛ خو له بده مرغه لا تراوسه پورې هم د نړۍ او د سيمې د هېوادونوله تحصيلي کچې سره واټن لري .
د جمهور رييس مرستيال دغه راز څرګنده کړه چې د سيد جمال الدين افغان د ښوونکي د روزنې د مرکز د لوړولو په برخه کې ستاسو له وړانديز سره موافقه لرم او ستاسو ټول دلايل هم منم.  خو بايد د دې کارقانوني لارې چارې ولټوو او د هېواد  له اړتياوو  او شرايطو سره سم عمل وکړو.
ده څرګنده کړه: د ښوونکي د روزنې  يا د نيمه عالي زده کړو د شتون اصل، په ټوله نړۍ کې شته او دا يو ضرورت دى . خو دغه برخه يوازې د حرفوي چارو او د شغلي مهارتونو د لوړولو په موردکې ترسره کيږي .
د جمهور رييس دويم مرستيال  زياته  کړه: آن کله چې د لوړو زده کړو په وزارت کې وم؛ هم د نيمه عالي اصطلاح له کارولو سره مخالف وم. ځکه دغه اصطلاح د محصلانو په روحيې باندې منفي اغيزه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته