کابل باختر دغويي دمياشتې ١٢ نيټه :
يوشمېر رسنيو د طالبانو د واکمنۍ د عدليې د وزير سيد اکبر آغا له خولې خبر ورکړى دى چي ويلي يې دي؛ تر هغه وخته پورې چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ونه وځي په انتخاباتو کې شفافيت امکان نلري.
د باخترآژانس خبريال دغې موضوع ته په پاملرنې سره ليکي ؛ کومو
عواملو په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون ته اجاز ه ورکړې ده .
لومړۍ خبره دا ده چې که چېرې طالبانو دغې خونړۍ جګړې ته دوام نه واى ورکړى او دښمنو ډلو د دغه هېواد د بياورانولو لپاره لستوڼي نه واى پورته کړي بهرنيو ځواکونو اصلا په افغانستان کې کار نه درلود. هغوى د جګړې له پاى ته رسېدو وروسته خپل ټغر ټولاوه او له هماغې لارې چې راغلي وو، بېرته وتل .
دويمه خبره دا ده ؛ په هماغه اندازه چې افغانان په جګړه کې مهارت لري که چېري په هماغه اندازه د هېواد او خلکو په فکر کې واى له سياسي پوهې څخه په ګټې اخېستنې اوږده جګړه يې پاى ته رسولې واى او د سولې په خاطر يې په خبرو کې ګډون کړى واى، بهرنيان ډير ژر له افغانستان څخه وتل.
درېيمه خبره دا چې؛ افغانانو د څولسيزو اوږدې جګړې په بهيرکې د وګړنيو هدفونو دتحقق په خاطر جګړه نه ده کړې بلکې دپرديو په اشاره جنګېږي او افغان وژني.
له دې څخه ستره بدبختي شته چې افغان د نورو د ارمانونو د پوره کولو په خاطر افغان ووژني او وروستۍ خبره دا چې که چېرې موږ ،. موږ واى هيڅکله به داسې بدبخته او بې ارادې نه وو.
جګړه به مو پاى ته رسولې واى ټولو به يوځاى انتخابات ترسره کړي واى اوله سياسي پوهې څخه په استفادې سره به مو د خلکو په بې شمېره ټپونو پټۍ لګولې واى.په يقني ډول چې د بهرنيانو د شتون دوام ته مو د پاى ټکى اېښوده.
0 1 دقیقه لوستل