امنیت

د سياګرد ولسوالۍ لچ دره د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه

کابل/باختر/ دچنګاښ ٥مه
د پوځيانو په عملياتوکې نن د پروان د سياه ګرد ولسوالۍ لچ دره د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه.
د پروان د والي وياندې وحيدې شهکار د باختر آژانس خبريال ته وويل: د پوځيانو په عملياتوکې د پروان د سياه ګرد ولسوالۍ لچ دره د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه .
هغې زياته کړه: په عملياتو کې وسله والو طالبانو ته د سر زيان اوښتى دى.
هغې وويل: څو ورځې مخکې وسله والو طالبانو په سياه ګرد ولسوالۍ کې د (لچ دره) نيولې وه.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته