د سوک وهنې ٤٠ تنه غور ورزشکاران وټاکل شول

کابل باختر دوري دمياشتې ١٣ نيټه :
د سوک وهنې د منتخب ټيم څلويښت تنه غوره ورزشکاران پرون د سوک وهنې د سياليو په لسمه ورځ په وروستي پړاو کې  انتخاب شول.
د باخترآژانس  د خبريال دخبرله مخې ؛  د بدني روزنې اوسپورت  لوى رئيس   حفيظ الله  ولي رحيمي د سياليو دترسره کولو سيمې ته په ورتګ سره د دې ترڅنګ  چې دسوک وهنې سالون يې پرانيست  د سوک وهنې دغو څلويښتو تنو غوره ورزشکارانو  ته يې  ستاينليکونه هم ورکړل.
په دغو سياليو کې  ٢٧٢ تنو ورزشکارانو  دکابل ولايت له پنځو زونونو  او د بګراميو ، پغمان او دکوهدامن له ولسواليو څخه ګډون کړى و  چې په لسو وزنونو کې دکابل ښار  په  منتخب ټيم کې  د غړيتوب د ترلاسه کولوپه خاطر  سيالۍ وکړي .
پاى   ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته