د سولې چارو وزارت د مرکچي پلاوي په اړه آوازې رد کړې
کابل/ د مرغومي ۱۳مه/ باختر
د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د مذاکرهکوونکي پلاوي د امتیازاتو په اړه په ټولنیزو شبکو کې خپرېدونکې اوازې کاملاً ناسمې او له حقیقته لرې دي.
د دغه وزارت په خبري وينا کې راغلي دي: په داسې شرایطو کې چې زموږ خلک د سولې په تمه دي او دا سخت مسؤولیت د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکرهکوونکي پلاوي ته ور سپارل شوی، د پلاوي په اړه منفي تبلیغات په هېواد کې د سولې او ثبات د دښمنانو په ګټه دي او موخه یې دا ده چې د خلکو او په مذاکراتو کې د هغوی د استازو تر منځ فاصله رامنځته کړي. تمه کېږي چې په دغو حساسو شرایطو کې د افغانستان شریف ملت د دښمنانو د رواني جګړې قرباني نهشي.