د سولې په راوړلو کې د بغلان دعالمانو رول ګټور وبلل شو

پلخمري  باختردکب دمياشتې٢٦ نيټه :
د بغلان والي  دامنيت او د سولې په تامينولو کې د ديني عالمانو رول ګټور وباله.
د بغلان  والي عبدالحى نعمتي نن د بغلان ولايت له عالمانو سره په  يوه غونډه کې  عالمان دپيامبرانو وارثان  وبلل  او ويې ويل ؛ دملي وحدت  حکومت دعلماى کرامو غوڅ ملاتړ ته اړتيا لري ترڅوهغوى د دولت ترڅنګ  ودريږي او په هېواد کې سوله او امنيت په  ښه توګه تامين شي .
د بغلان  والي زياته کړه  د امنيت په تامينولو کې د ديني عالمانو رول ګټور
دى  او له ټولو عالمانو څخه يې وغوښتل  چې د جګړې د بندولو په خاطر مخالفان  د سولې بهيرته  وهڅوي  ترڅو له  دولت څخه ملاتړ وکړي.
د بغلان د ولايتي شورا رئيس ډاکټر صفدرمحسني له دولت سره دعالمانو همکاري ګټوره وبلله   او په دغه ولايت کې يې له  مخالفانو څخه  وغوښتل  ترڅوله جګړې څخه  لاس واخلي او د بغلان  ولايت په  ترقۍ او  پرمختګ کې ونډه واخلي . پاى عطاالله ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته