سیاست

د سولې په بهیر کې د همغږۍ په اړه د کابل د مدني ټولنې له یو شمېر بنسټونو سره مشورتي ناسته وشوه

کابل/ د چنګاښ ۲۵ مه/ باختر
د سولې بهیر د هر اړخیز کولو، د مدني بنسټونو د نظرونو اخیستو او د خلکو پر غوښتنو د خبرېدو لپاره د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې لیلا جعفري د کابل له یو شمېر مدني بنسټونو سره وکتل.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت معلوماتو له مخې؛ ليلا جعفري د خلکو په پوهاوي کې د مدني ټولنې د بنسټونو د فعال حضور مننه وکړه، لومړی یې د سولې په چارو کې د دولت وزارت فعالیتونو ته اشاره وکړه او د سولې په بهیر کې یې د مدني ټولنې د بنسټونو رول مهم وباله، دې وویل: یو بل منل او په حکومتي او ټولنیزو برخو کې د ښځې او نر فعال رول د اساسي قانون اصول او د ښاروندۍ  حقوق دي چې د مدني ټولنې بنسټونه د خلکو تر منځ د دغه باور په پیاوړي کولو کې مهم رول لري.
دې زیاته کړه: دا زموږ دنده ده چې د سولې له زاویو څخه ټولنې ته اړین پوهاوی ورسوو چې خلک په دې برخه کې خپل حقوق او مسؤولیتونه وپېژني.
د سیاسي جوړښتونو او مدني ټولنې د بنسټونو رئیسې د سولې پر بهیر څار د خلکو او مدني ټولنې د بنسټونو حق وباله او ټينګار یې وکړ څرنګه چې جمهور رئیس څرګنده کړې، هر هغه څه چې د سولې په خبرو کې مخته ځي باید د افغانستان خلک یې تأیید کړي او د دوی تصمیم وي چې په دې برخه کې د مدني ټولنې بنسټونه د ارتباطي پله رول ادا کولای شي.
جعفري د مدني ټولنې بنسټونه او خلک د سولې اصلي څښتنان وبلل او له دوی یې وغوښتل چې د سولې په برخه کې فعالانه، رضاکارانه او داوطلبانه ونډه واخلي او د نیمګړتیاوو په مقابل کې چوپ پاتې نه‌شي.
د ناستې په دوام د دغو بنسټونو مسؤولینو هر یوه د سولې په برخه کې خپلو تېرو کړنو ته اشاره وکړه او د سولې په بهیر کې یې د دولت او ملت پر همغږۍ ټینګار وکړ. دوی اعلان وکړ چې له وزارت سره رضاکارانه همکارۍ ته چمتو دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته