سیاست

د سولې نړیواله ورځ اوپه افغانستان کې د سولې ناڅرګند برخلیک

کابل/ د وږي ۳۱مه/ باختر
نن د سولې نړیواله ورځ ده. د ملګرو ملتونو د عمومي پرېکړې له مخې د سپټمبر ۲۱مه د سولې ورځ نومول شوې ده او دا ورځ هر کال د نړۍ په ټولو هېوادونوکې په یوه نه یوه بڼه نمانځل کېږي. افغانان سږکال دا ورځ له یو ډول دوه ګوني احساس سره نمانځي. له یوې خوا د سولې خبرو ته هیلې راټوکېدلي دي، خو له بلې  خوا دا خبرې ډېرې ستونزمنې ښکاري او په اړه یې شکونه او پوښتنې مطرح دي.
د باختر آژانس سیاسي مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
د سولې نړیوالې ورځې د نمانځنې منطق او فلسفه په دې کې ده چې نړیواله  ټولنه، د نړۍ پر مخ هر هېواد او دولت سولې ته لومړیتوب ورکړي، د سولې لپاره کار وکړي او د جګړو مخه ونیسي. له بده مرغه، که له دویمې نړیوالې جګړې راوروسته کومه ستره جګړه نه ده پېښه شوې، خو سیمه ییزو جګړو زور اخیستی دی او په دغو جګړو کې پر مالي زیانونو سربېره، ګڼو انسانانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. تر ټولو ډېرې جګړې په منځني ختیځ او همدارنګه افریقایي هېوادونو کې پېښې شوي دي او اوس هم دوام لري. په لاتینه آمریکا کې هم یو شمېر هېوادونه په جګړه کې ښکیل شوي دي.
افغانستان څلور لسیزې وړاندې له جګړې سره لاس اوګرېوان شو او دا جګړه لا تراوسه دوام لري.د دغې جګړې ناوړې پایلې ټولو ته جوتې  دي او موږ پرې دلته بحث نه کوو. هغه څه چې د سولې نړیوالې ورځې په ویاړ باید پرې بحث وشي، دا دي  چې څنګه کېدای شي دې جګړې ته پای ورکړو او په هېواد کې تلپاتې سوله ټینګه کړو. اوس د سولې د ټینګولو لپاره هڅو او کوښښونونوی سمون او خوځښت موندلی دی. په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې پیل شوي دي. اوس دواړه لوري د خبرو پر طرزالعمل کارکوي او چې کله طرزالعمل تصویب شو، نو بیا به د خبرواجنډا جوړېږي.  د سولې د خبرو د پرانیستې مراسم په خورا پرتمینه توګه ترسره شول. د افغان حکومت لوړپوړی پلاوی دغو مراسمو ته ورغلی و. همدارنګه د امریکې متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر پمپیو هم په مراسمو کې ګډون وکړ او خبرې یې هم وکړې. د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي، د ناټو سرمنشي، د ګڼو هېوادونو د بهرنیو چارووزیرانو هم یا په حضوري ډول او یا هم د ويډیو کنفرانس له لارې د پرانیستې مراسمو ته ویناوې وکړې. د پرانیستې مراسمو دا وښوده چې نړیواله ټولنه د دغو خبرو کلکه ملاتړې ده او دغه راز ملاتړ موږ هیله من کوي چې د سولې خبرې به روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
دا همه له پامه غورځولی نه شوو چې د سولې خبرې ډېرې ستونزمنې دي او ښایي یو هراړخیز توافق ته رسېدل ډېر وخت ونیسي.  دواړه لوري باید دا واقعیت ومني چې جګړه د روانې کشالې د حل لاره نه ده او پرته له دې چې زموږ ستونزې لاډېرې کړي، بله پایله نه لري. اوس یوه پياوړې سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځ ته شوېده او یو ښه فرصت تر لاسه شوی دی چې باید دا کشاله د خبرو له لارې حل شي. د سولې نړیوالې ورځې په ویاړ او درنښت باید په دوحه کې دواړه لوري  د خبرو په بهیر کې خپله رښتینولي او اخلاص، لوړو ملي ګټو او سولې ته ژمنتیا  په عمل کې ثابته کړي.
پاى/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته