د سولې ملاتړ له ننګرهاره پيل شو

جلال اباد باختر د کب دمياشتې ٢٤ مه
د هېواد د بېلابېلو ولایتونو تر سلو زیاتو فعالو ځوانانو د سولې ملاتړ له ننګرهاره څخه پیل کړ.
د باختر اژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې:
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینت په نوښت د بېلابېلو ولایتونو تر سلو زیاتو فعالو ځوانانو ننګرهار ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته د جمهور رئیس د سولې وړاندیز څخه ملاتړ وکړ او له دې ولایت څخه یې د ملي یوالي او سولې د راتګ غږ پورته کړ.
یادو ځوانانو تېر ماښام ناوخته د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د ناستې پر مهال د هېواد په کچه د ملي یوالي په نوم د سولې او پخلاینې غږ بدرګه کړ.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د هېواد د ټولو ولایتونو ځوانانو څخه مننه وکړه،چې د جمهور رئیس له لورې یې وسله والو طالبانو ته د سولې او پخلاینې وړاندیز بدرګه کولو چاره د هېواد په کچه له ننګرهاره پیل کړه.
هغه زیاته کړه، د تاریخ په اوږدو کې ننګرهار ته د علم او ادب د زانګو ترڅنګ د سولې او پخلاینې نومونه ورکړل شوي او هیله یې ښکاره کړه،چې د ځوانانو یاد حرکت به هم د وسله والو طالبانو سره د سولې د راتګ پیلامه شي.
هغه ټولو ځوانانو ته په دغه ولایت کې د تنظیم شويو پروګرامونو د عملي کېدو په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین کمال سادات وویل،د هېواد له ټولو ولایتونو څخه یې تر سلو زیات فعال ځوانان را ټول کړي،چې په کې د بېلابېلو قومونو،ژبو او سیمو اوسیدونکي دي،خو د سولې او ملي یوالي په نوم د یو افغانستان لپاره د غږ پورته کولو چاره یې له ننګرهاره پیل کړه.
هغه زیاته کړه،تر دې وروسته به د هېواد نورو ولایتونو ته هم سفرونه وکړي او د جمهور رئیس د سولې د وړاندیز د بدرګه کولو ترڅنګ به ځوانان د نظام د کړنو څخه د ملاتړ کولو او په دې برخه کې دعامه پوهاوي ترسره کولو ته وهڅوي .
د ځوانانو په استازيتوب سجيې پیل شوی سفر ګټور وباله او زیاته یې کړه،چې د خپلو لسګونو خویندو او وروڼو سره یو ځای به په بېلابېلو ژبو د دې سفر په ترڅ کې د سولې پيغام خپور کړي.پاى _ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته