امنیت

د سولې له بهير سره د دولسو تنو وسله والو طالبانو پيوستون

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
دولس تنه وسله وال مخالفين  په کاپيسا ولايت کې دسولي له بهير سره يوځاى شول.
دکاپيسا ولايت دسولې دشورا رييس مولوي عبدالمومن مسلم د باخترآژانس خبريال ته وويل: دولس تنه وسله وال طالبان چې پخوا يې د نجراب ولسوالۍ په سفرخيلو سيموکې د دولت پرخلاف فعاليت کاوه د سولې له بهير سره يوځاى شول .
مسلم زياته کړه: دسولې له بهير سره يوځاى شويوکسانو اته کلاشينکوفونه، دوه سل ډزۍ او يوه مخابره هم دولت ته وسپارله .
ويل کيږي چې دغوکسانو د قاري محمد يونس په سرګروپۍ د سولې بهير ته مخه کړې ده او ژمنه يې وکړه چې له دې وروسته د امنيتي ځواکونو تر څنګ دخپل هېواد دفاع کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته