سیاست

د سولې د پروسې په چټکوالي او د امنیت په تامینولوکې د ځوانانو د رول یو ورځنی کنفرانس جوړ شو

کابل_باختر د وږي د مياشتې ١٠ مه
د سولې پروسې په چټکوالي او د امنیت په تامین کې د ځوانانو رول یو ورځنی کنفرانس جوړ شو. غونډه د اطلاعاتو اوفرهنګ رییس د ښه راغلاست په وینا سره پیل شوه.
د پکتيا له ولايت څخه باختر آژانس ته په را رسيدلي خبرکې ويل شوي دي:
د ښه راغلاست وینا تر څنګ محمد شفا مشفق په سوله کې د ځوانانو د رغنده رول لرلو په اړه وینا وکړه.
د ځوانانو چارو د معین پیغام د ځوانانو چارو په معینیت کې د ځوانانو د اموزش امر حجرت الله سادات لخوا ولوستل شو. ورپسې د عالمانو شورا په استازیتوب قاري خواجه الدین حق بیان لخوا د ځوانانو ارزښت د سولې په تامین کې د اسلام له نظره بیان کړ. د سولې کمېټې د عامه پوهاوي مسوول محمد خان ریحان د ولایتي شورا پخواني رییس ښایسته جان احدي، د ځوانانو په پارلمان کې د پکتیا د ځوانانو استازي ډاکتر شفیق الله سحر، سمیع الله پیوند، د پکتیا څانګې د افغان ملت ګوند په استازیتوب احمد شاه احمدزي دسولې په تامینولو کې د ځوانانو د رول په اړه خبرې وکړې؛ ورپسې د ځوانانو چارو معین ډاکټر کمال سادات خپلې نېکې هیلې او پلانونه د تلیفونې اړیکې په واسطه د غونډې ګډونوالو ته وارولې؛ بیا د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي یاد کنفرانسونه وستایل او په ځوانانو یې غږ وکړ چې د خپلې انرژۍ څخه د کار اخیستلو په واسطه د سولې په راوستو کې خپلې هڅې ونه سپموي، دا ځوانې انرژۍ دي چې یوه ټولنه د نېکبختۍ او بدبختۍ خواته بیايي. د غونډې لومړۍ برخه پای ته ورسېده، له غرمنۍ وروسته تخنیکي او ګروپي بحث ترسره شو تر څو څرنګه وکړای شي چې ښځینه د سولې په راوستو کې خپل مسوولیت ادا کړي. د ګډونوالو له نظرونو سره یو ځای د غونډې دوهمه لړۍ د دعايې په کولو سره پای ته ورسېده.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته