سیاست

د سولې د عالي شورا او د مدني ټولنې ګډه غونډه جوړه شوه

کابل باختر دتلي څلورمه :
د سولې د اوونۍ او د ملي يو والى په مناسبت نن د سولې د عالي شورا او د مدني ټولنې ګډه غونډه په کابل کې جوړه شوه.
دباخترآژانس دخبر له مخې: د غونډې په پيل کې د سولې د عالي شورا رييس صلاح الدين رباني په هيوادکې د سولې دبهير پورې د اړوندو موضوعګانو او په هيوادکې د سولې د اوونۍ د لمانځلواو د ملي  يووالى په باب خبرې وکړې او ويې ويل: د سولې عالي شورا نننۍ غونډه د شهيد مشر د شهادت د دويم تلين او د سولې د اوونۍ او ملي يو والى په مناسبت جوړه کړې ده چې له يوې خوا وکولاى شو له مدنې ټولنې سره  خپلو همکاريو ته دوام ورکړو او له بله پلوه دسولې او دملي يو والى پيغام يوځل بيا دافغانستان ټول ملت او نړيوالو ته ورسوو .
صلاح الدين رباني زياته کړه: مدني ټولنه کولاى شي په بېلابېلوبرخو په تېره بيا په هيواد کې د سولې اوملي يو والى په تامينولوکې مهم او اساسي رول ولوبوي .
سوله د افغانستان ټولو خلکو ته يو ضروري  کار دى او بايد د ټولنې ټول اقشار په يو موټى او متحد ډول د سولې له عالي شورا سره په همکارۍ کې په هيوادکې د سولې په ټينګښت او د جګړې دپاى ته رسولو په لاره کې خپل پور اداکړي .
  په دې غونډه کې په افغانستان کې د يوناما د دفتر مرستيال فنګ هايسن په افغانستان کې دسولې د تامينولو په لاره کې د ملګروملتو د همکاريو په باب خبرې وکړې او زياته يې کړه: په افغانستان کې د سولې له تامينولو پرته په سيمه کې سوله امکان نه لري .
ده وويل: په هغو سفرونوکې چې د افغانستان ټولو سيمو ته يې کړي دي؛ خلک يواځې د يوڅه لپاره فکر کوي او هغه سوله ده. ځکه په افغانستان کې جګړه دحل لاره نه ده .
دجګړې ټول اړخونه بايد د افغانستان له دولت سره دخبرو او تفاهم له لارې روانې مسئلې حل کړي .
په دې غونډه کې وروسته د سولې او دموکراسى  لپاره د برابرى د موسسې ريسې  نرګس نهان او د غير دولتي سازمانونو د همغږۍ د ادارې رييس عبدالرحيم ستار د مدني ټولنې او د سولې دعالي شورا ترمنځ دهمغږۍ د ارزښت  او د سولې په بهير کې دمدني ټولنې د برياليتوبونو په باب په تفصيل سره خبرې وکړې.
دغونډې په پاى کې د سولې دعالي شورا او د مدني ټولنې دمرکزونوترمنځ دهمکارۍ ګډه اعلاميه ولوستل شوه چې په هغې کې دسولې دعالي شورا او خلکو ترمنځ دګډو غونډو په دوام، په دې برخه کې د خلکو دشکايتونو اوانديښنو په څيړنې، د خلکو دپوهاوى کچې په لوړولو او د سولې د فرهنګ په رواجولو او د مدنې ټولنې او د سولې د عالي شورا د پروګرامونو له تطبيق څخه په اغيزمنې څارنې ټينګار شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته