سیاست

د سولې د شهيد د تلين د نمانځلو کميسيون جوړ شو

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٥
جمهور رييس د سولې د شهيد پروفيسر د شهادت د دريم تلين د درناوي د مراسمو دولتي عالي کميسيون موظف کړ.
دباختر آژانس دخبرله مخې : په هغې خبرپاڼه کې چې د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا دلوى رياست د اطلاعاتو او د عامه اړيکو د رياست له خوا په دې باب ليږل شوې ده؛ ليکل شوي دي:
په کابل ښارکې د روان کال د وږي دمياشتې په ٢٩ نيټه د سولې دشهيد د هيواد د پخواني جمهور رييس او د سولې د عالي شورا د رييس فقيد استاد پروفيسور برهان الدين رباني د شهادت د دريم تلين د ښه نمانځلو پورې د اړوندو چارو د ښه تنظيم په مقصد جمهور رييس د يو حکم په صادرولو سره د درناوى د مراسمو د پرځاى کولو په خاطر دولتي عالي کميسيون منظورکړى دى.
د مراسمو د تشريفاتي، فرهنګي، لوژيستيکي، امنيتي او د خدماتي چارو د تامين په مقصد د دغه کميسيون رييس او غړي په دې ترکيب موظف شوي دي:
• دکورنيو چارو وزارت ستر امنيتي معين د رييس په توګه؛
•  د سولى د عالي شورا د دارالانشا رييس دکميسيون د مرستيال په توګه؛
•  د سولې دعالي شورا دنړيوالو اړيکو سلاکار دغړي په توګه؛
•  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دفرهنګي چارو معين د غړي په توګه؛
•  دملي دفاع وزارت ويندوى تورنجنرال ظاهرعظيمي دغړي په توګه؛
•  دملي امنيت د لوى رياست مرستيال د غړي په توګه؛
• د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستيال د غړى په توګه؛
•  دملي راډيو ټلويزيون لوى رييس د غړي په توګه.
او د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا د لوى رياست استازي حاجي خانجان د غړي په توګه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته