سیاست

د سولې دخبرو اترو د هيئت او د ښځو د مدنې ټولنې ګډه غونډ جوړه شوه

کابل باختردسلواغې مياشتې ١٣مه نيټه :
د سولي دخبرو اتروهيئت نن د مدنې ټولنې د بنسټونو په ګډون له يوشمير ښځو سره وکتل .
دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ په دې غونډه کې ګډون کوونکو لومړۍ دسولې دبهير او دښځو د رول په باب خبرې وکړې او له اساسي قانون سره سم دښځو دحقوقو  په ساتنې ټينګار وشو.
دوى د افغانستان له دولت  او مذاکره کوونکي هيئت څخه وغوښتل چې  ښځى   دې دسولې دخبرو اترو د نتيجو په ټولو پړاونه  په پام  کې ونيول شي .
په دې غونډه کې  دمدني بنسټونو دغړو ښځو په استازيتوب اعلاميه ولوستل شوه  چې په هغه کې چې دسولې په بهيرکې ددولت په تصميمونو او د ښځودمشارکت ،
دهغوى دحقوقو تامينول  او دملګروملتو دسازمان د ١٣٢٥ قطعه نامې دمفادو دتطبق  په باب ټينګار شوى دى.
دغه را ز له ښځو سره په بيلابيلو پړاونو کې د خبرو اترو  دنتيجو شريکول ددغې اعلاميې له غوښتنې څخه دي .
دخبرو په دوام د جمهوري رياست د دفتر لوى رييس او دمذاکره کوونکي هيئت رئيس  عبدالسلام رحيمي  خبري وکړې او له ګډون ګوونکو څخه يې په مننېې سره ، په ټولو ملي بهيرونو کې دښځو رول بًرخليک ټاکوونکى وباله.
رحيمي وويل چې د ښځود فعال رول  اود هغوى دحقوقو د احقاق لپاره يوازينى ضمانت ، اراده ، پيوستون او د هغوى غږ دى .
ده ډاډ ورکړ چې دافغانستان دولت هيچا ته  ددې اجازه نه ورکوي چې دهغه په غياب کې دهېواد لپاره تصميم ونيسي .
دمذ اکره کوونکي هيئت رئيس زياته کړه چې  ټولي برخليک ټاکونکي خبري اتري او مذاکرات به دافغانستان ددولت په محوريت ترسره شي.
ده دغه راز څرګنده کړه  چې په دې لاره کې دافغانستان دټول ملت اوپه تيره بيا ددغه هېواد دښځو ملاتړمهم او ارزښتناک دى .
دمذاکره کوونکي هييت رئيس ژمنه وکړه چې  ښحې دسولې دخبرو اترو په ټولو پرمختګونو کې شامليږي  اوپه دې برخه کې دهغوى نظرونه اخيستل کيږي.
دغه راز دمذاکره کوونکي غړې شاه ګل رضايي  او ډاکترعالمې  په وار سره خبرې وکړې  اودسولې دخبرو اترو په بهيرکې يې دافغانستان دښځو په ځواکمني او استازيتوب دغونډې برخه والو ته  ډاډ ورکړ.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته