کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر
په دوحه کې د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې بیا پیل شوې. دا لا جوته نه ده چې دا خبرې له صفره پيل شوي او یا د همغو پخوانیو خبرو په دوام. په دې اړه د بېلابېلو لوریو نظریات سره توپیر لري. په هر حال د خبرو پيل یو ښه ګام بلل کېدای شي. د خبرو او تفاهم ور باید تل پرانیستی وی. خدای مهربانه دی یووخت به د سولې خبرې بري ته ورسېږي او جګړه به پای ومومي. جګړې ته د پای ورکولو او سولې ته د رسېدو لپاره مهم اصل دا دی چې دغه خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت وي. له دې پرته کومې ښې پایلې ته رسېدای نه شي.
د باختر آژانس سیاسي مفسر د همدغه اصل ارزښت او اهمیت ته کتنه کړېده او لیکي:
منوچې جګړه پر افغانانو تپل شوېده او ګڼ بهرني لوري په کې ښکیل دي، خو د جګړې اصلي قربانیان افغانان دي. همدارنګه د جګړې لوی پېټی هم د افغانانو پر اوږو پروت دی، افغان ځوانان وژل کېږي، افغان میندې بورېږي، افغان مېرمنې خپل مړونه له لاسه ورکوي او بچیان یې یتیمان کېږي، د افغانانو وطن کنډواله کېږي. د جګړې په دوام کې د بهرنیو لوبغاړیو پر ستر رول سترګې پټېدای نه شي، خو اصلي مسوولیت بیا هم افغانانو ته متوجه دی. افغانان باید سرونه په خپلو ګرېوانونو کې ټیټ کړي او په دې اړه فکر وکړي چې تر څو به دا جګړه ترې قربانۍ اخلي. که هر افغان په دې اړه مسوولانه چلند وکړي نو پوره باور دی چې ژر به د حل لارې ومومي. له همدغه ځایه دا اړتیا راپورته کېږي چې د سولې خبرې باید د افغانانو په مشرۍ وي او د افغانانو په لاس کې وي. که نور د خبرو مشري کوي او یا یې مالکیت له هغوی سره وي، نو هغه سوله چې افغانان یې غواړي کله هم تر لاسه کېدای نه شي. د افغانستان د تېرو څلورو لسیزو پېښو او په کور دننه او دباندې رامنځ ته شویو پرمختیاوو وښوده چې پر افغانانو تپل شویو پرېکړو هېڅکله ښې پایلې نه دي لرلي. هره پرېکړه چې نورو د افغانانو پر ځای کړېده او بیا یې پر افغانانو تپلې ده، هغه ناکامه شوېده او نه یواځې دا چې ناکامه شوېده بلکې نور بحرانونه یې راټوکولي دي او د افغانانو پر ټپونو یې مالګې دوړولې دي. افغانان د دې وړتیا او پوهه لري چې سره کېني او پر ټولوجنجالي مسالو آزاد او افغاني بحث وکړي او په پای کې یو هر اړخیز توافق ته ورسېږي. آیا موږ دا وړتیا لرو او که نه؟ ځواب روښانه دی، هو موږ دا وړتیا لرو، موږ د تاریخ په ډېرو سختو او کړکېچنو شرایطو کې د حل لارې موندلې دي او هېواد مو له کړکېچه ایستلی دی. څه چې زموږ لپاره ډېر مهم دي هغه پر خپلو دغو وړتیاوو باور دی. له بده مرغه داسې ذهنیت رامنځ ته شوی دی چې موږ د ستونزو د حل وړتیا نه لرو او که نور دا ستونزې راحل نه کړي نو موږ یې نوشو حل کولای. دا د ذهني اسارت یوه بېلګه ده. اوس د دې وخت دی چې ځانونه له دغه اسارته وژغورو او د سولې د خبرو مالکیت او مشرۍ ته اوږه ورکړو.
ن. ش.