د سولې خبرو ته هیلې لا مړاوې شوې نه دي
کابل / د چنګاښ ۷مه / باختر
له بده مرغه د هېواد په ګڼو سیمو کې زورورو جګړو او د دواړو لوریو ترمنځ د یو شمېر ولسوالیو لاس په لاس کېدو د سولې پر کوښښونو سیوری کړی دی او داسې ذهنیت یې رامنځ ته کړی دی چې ګونې نور د سولې هڅې کومه پایله نه لري او دواړه لوري باید د جګړې له لارې په خپله ګټه د ستونزې د حل کوښښ وکړي. دغه راز ذهنیت له پيله تر پایه ناسم دی. د سولې خبرو ته هیلې لا مړاوې شوې نه دي.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
داسې ښکاري چې د سیمې یو شمېر کړۍ په لوی لاس غواړي د افغانستان د سولې خبرې ناکامې کړي. دوی د جګړې اور ته لمن وهي او د هر سوله ییز نوښت او ښه نیت د شنډولو کوښښ کوي. د دغو مغرضو کړیو اصلي موخه د افغانستان ورانول دي. ځکه جګړه له ورانیو او ویجاړیو پرته بله پایله نه لري. د څلورو لسیزو پوځي پرمختیاوو وښوده چې د افغانستان ستونزه له پوځي لارې حل کېدای نه شي.
که جګړه د ستونزې د حل لاره وای؛ نو موږ به لا ډېر پخوا ستونزه حل کړې وای. جګړه د ستونزو د حل لاره نه ده. جګړه نه یوازې دا چې ستونزه حل کولای نه شي؛ برعکس ستونزې لا پسې پېچلې کوي او نورې ستونزې هم راټوکوي. جګړه د ټولو ستونزو او ناخوالو مور ده او کله هم د حل لاره کېدای نه شي.
که وسله وال مخالفان ګڼي چې د دغې یا هغې ولسوالۍ په نیولو سره کولای شي دولت ته سقوط ورکړی، نظام ړنګ کړي او ټول افغانستان تر خپلې ولکې لاندې راولي؛ نو دغه راز انګیرنه له پیله تر پایه ناسمه ده. د یوې یا دوو ولسوالیو سقوط او یا لاس په لاس کېدل د دولت او نظام د سقوط مانا نه لري. د افغانستان اوسنی دولت او نظام دومره کمزوری نه دی چې سقوط وکړي او همدارنګه وسله وال مخالفان هم دومره پیاوړي او غښتلي نه دي چې د زور له لارې دولت او نظام ړنګ کړي.
وسله والو مخالفانو ګڼلې وه چې امریکا خپل سرتېري باسي او له دې وروسته د افغانستان د اوسني دولت ننګه او ملاتړ نه کوي. دغه راز فکر، باور، قضاوت او وړاندوینه ناسمه ده. منو چې د امریکایي پوځیانو د ایستلو په اړه د هغه هېواد د حکومت پرېکړه غوڅه او قطعي ده؛ خو د امريکايي پوځیانو ایستل د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو د پرې کېدو او پای ته رسېدو مانا نه لري. د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکې او ستراتېژیک مشارکت پر خپل ځای دی. واشنګټن ته د جمهوررییس محمد اشرف غني وروستي سفر په ډاګه کړه چې امریکا له افغانستان سره په ټولو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي. وسله وال مخالفین باید د افغانستان، سیمې او نړۍ واقعیتونه درک کړي.
د افغانانو لپاره مهمه خبره دا ده چې د جګړې پرځای، سولې ته لومړیتوب ورکړل شي. لکه پورته چې وویل شول جګړه د افغانستان د ستونزو د حل لاره نه ده. اوس هم ولس د سولې خبرو ته هیله من دی. د ولس دا هیلې باید له خاورو سره خاورې نه شي. غوره دا ده چې په دوحه کې د سولې خبرې له سره پيل شي، اجنډا برابره شي او د افغانانو مهمو غوښتنو او هیلو ته په دې اجنډا کې لومړیتوب ورکړل شي. دا هیلې او غوښتنې د سولې هیلې او غوښتنې دي. افغانان اوربند اود تاوتریخوالي کمول غواړي. افغانان د سولې له خبرو سره مسوولانه چلند غواړي. داسې نه شي کېدای چې وسله وال مخالفان له یوې خوا د سولې خبرو ته د تیاري او ژمنتیا ډاډ ورکړي او له بلې خوا پر ولسوالیو بریدونو ته زور ورکړي. دوه هندواڼې په یو لاس کې نه نیول کېږي. سوله او جګړه سره اړخ نه لګوي. که د سولې لپاره رښتینې اراده شتون ولري؛ نو باید ژر تر ژره اوربند نافذ شي او په آرامه فضا کې پر ټولو مهمو ملي مسایلو بحث وشي او د حل لارې وموندل شي.