د سولې او د يو بل منلو د نړيوال کنفرانس مقدماتي غونډه جوړه شوه
کابل باختر د غبرګولي د مياشتې ۱۲ مه د سولې او د يو بل منلو نړيوال کنفرانس نن د بېلابېلو هيوادونو د استازو په ګډون د هندوستان په حيدر آباد ښار کې جوړ شو. دغه نړيوال کنفرانس په ګډه د عرب او هند د دوستۍ بنسټ او د هندوستان د اقليتونو د ملاتړ بنسټ له خوا جوړيږي . د باختر آژانس د خبرله مخې: د دغه کنفرانس مقدماتي غونډه د افغانستان د سولې د عالي شورا د مرستيال مولوي عطاالرحمن سليم په مشرۍ د سولې د عالي شورا د هيئت په ګډون جوړ شوه. په دغه کنفرانس کې د فلسطين، سوماليا او د افغانستان په شان په شخړو د اخته هېوادونو استازي خپلې تجربې له نورو برخه والو سره شريکوي . په دغه کنفرانس کې به د عدالت د تامينولو، تساهل او تسامح، د يو بل منلو او د نړۍ په کچه د بنسټپالنې له افکار سره د مبارزې په ګډون د سولې د اړوندو اساسي موضوعګانو په باب خبرې وشي. دغه راز په دغه کنفرانس کې د فلسطين، سودان، عربي متحده اماراتو، مالديف او د يوشمېر نورو اسلامي هېوادونو استازي د هندوستان په حيدر آباد ښار کې ګډون کړی دی . ختم_ ج _ اکرم