نړۍ، د زمري ۲۱مه، بهرنۍ رسنۍ
نړیوالو رسنیو د امریکایي پوځي چارواکو له قوله خبر ورکړی چې د سوریې په شمال ختیځ کې د رمیلان په نوم پر امریکایي پوځي اډې د جمعې ورځې ډرون برید کې یو شمېر امریکایي پوځیان ټپیان شوي دي.
پوځي سرچینو ویلي، چې برید کې پوځي اډې ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.
دغه بریدونه په داسې مهال کیږي، چې د سوریې د بهرنیو چارو وزارت تازه یو ځل بیا له امریکا څخه غوښتي، چې خاوره یې پرېږدي او سوریه کې اشغال پای ته ورسوي.
لومړیو کې د پنټاګون یوه چارواکي الجزیرې ته ویلي وه، چې برید کې چاته زیان نه دی اوښتی.