د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۲۵ نور ماشومان خصوصي روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندل شول
کابل، د کب ۱۰مه، باختر
افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله هم په پلازمېنه کابل کې د درې خصوصي روغتونونو ته در درملنې په موخه ور وپېژندله.
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کابل کې د ۳ خصوصي روغتونونو او افغاني سرې میاشتې ترمنځ د هوکړې له مخې به ۲۵ ماشومان، چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په دغه روغتونونو کې تر درملنې لاندې ونیول شي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د دغو ناروغانو د درملنې او عملیاتو ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.
د یادونې وړ ده، چې افغاني سرې میاشتې تېرو ۱۹ میاشتو کې ۲زره ۸۹۶ ماشومان بېلا بېلو روغتونونو ته د درملنې په موخه ورپېژندلي دي.