خبرونهTOPټولنهروغتیا

د سوري زړه په ناروغۍ اخته لسګونه نور ماشومان هم روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندل شول

کابل، د غبرګولي ۱۴مه، باختر 

افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله هم په پلازمېنه کابل کې ۴ خصوصي روغتونونو ته د در درملنې په موخه ور وپېژندله. 

سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کابل کې د  یادو خصوصي روغتونونو او افغاني سرې میاشتې ترمنځ د هوکړې له مخې به ۳۰ماشومان، چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په دغه روغتونونو کې تر درملنې لاندې ونیول شي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د دغو ناروغانو د درملنې او عملیاتو ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده، چې د افغاني سرې میاشتې له لوري د تېرو ۲ کلونو په موده کې ۳زره ۵۸۶  د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان بېلا بېلو روغتونونو ته د درملنې په موخه پېژندل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته