د سوري زړه په رنځ اخته ۷۷ ماشومان د درملنې په موخه دریو روغتونونو ته وروپېژندل شول
کابل، د لېندۍ ۲۰مه، باختر
افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله هم په پلازمېنه کابل کې دریو کورنیو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندله.
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ۷۷ ماشومان چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په دغو روغتونونو کې به تر درملنې لاندې ونیول شي چې لګښت یې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.
د يادونې وړ ده، په تېرو ۱۷ میاشتو کې افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۲ زره ۶۶۲ ماشومان د درمنلې او عملیاتو لپاره د هېواد دننه بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.