د سوري زړه په رنځ اخته ۱۸ ماشومان د درملنې په موخه دوو روغتونونو ته ور وپېژندل شول
![Img 20231204 Wa0005](https://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2023/12/IMG-20231204-WA0005-780x470.jpg)
کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر
افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله هم په پلازمېنه کابل کې دوو کورنیو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندله.
سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ۱۸ ماشومان چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په دغو روغتونونو کې به تر درملنې لاندې ونیول شي چې لګښت یې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.
د يادونې وړ ده، په تېرو ۱۶ میاشتو کې افغاني سرې میاشتې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۲ زره ۵۸۲ ماشومان د درمنلې او عملیاتو لپاره د هېواد دننه بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.