دمشق ايرنا باختر دکب دمياشتې ٩
د ملګرو ملتو سازمان دماشومانو صندوق يونيسف اعلام کړى دى چې دسوريې دوه زره تنه مهاجر ماشومان دلبنان په کمپونو کې د خوار خواکۍ له امله دمړينې
له خطر سره مخامخ دي.
باخترآژانس د ايران د دولتي خبري آژانس له خولې خبر راکړ :
دسوريې پناه غوښتونکي چې دمړينې له خطر څخه د ژغورنې په مقصد له خپل هيوادڅخه لبنان ته تللي دي له زياتو ستونزو سره مخامخ دي .
درپوڼونو له مخې : په سوريې کې دبحران له پيل څخه تراوسه پورې د سوريې څه دپاسه يو مليون اتباع د جګړو له امله لبنان ته تښتيدلي دي چې په سختو شرايطو کې ژوند کوى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ