د سوريې دملي ايتلاف رييس له روسيې سره د خبرو لپاره شرايط ټاکلى دى
دمشق بي بي سي نيوز باخترمرغومي دمياشتې ٩ :
د سوريې دملي ايتلاف رييس د سوريې دجمهور رييس بشارالاسد د دولت ډيرې سترې مخالفې ډلې پرون له دغې ډلې سره دخبرو او په اوسنى حالت کې په سوريه کې د تاوتريخوالې د پاى ته رسولو په لاره کې دحل د لارې دموندلو لپاره دمسکو بلنه رده کړه.
د سوريې د ملي ايتلاف رييس احمدمعاذخطيب د الجزيرې له ټلويزيون شبکې سره په خبروکې په روسيې د سوريې په کورنيو چاروکې د لاسوهنې تور وګاوه او ويې ويل: (( موږ په ډاګه ويلې دي چې مسکو ته لاړ نه شو.))
خطيب له روسيې سره دخبرو دبلنې دمنلو لپاره د دې شرطونه وړاندې کړل او ويې ويل چې له روسي مقاماتو سره دخبرو لپاره ، مسکو بايد د سوريې په کورنيو چارو کې د لاسوهنې په دليل بخښنه وغواړي .
دبشارلاسد درژيم له خوا يو مخيزه وژنه وغندي اوپه ډاګه دبشارلاسد دګوښه کيدو غوښتنه وکړي.
له دغو خبرو څخه څوشيبې مخکې د روسيې د ريانوويستي خبري ا ژانس دروسيې دبهرنيو د چارو وزارت د مرستيال ميخائيل بوګدانوف دمرکې متن خپورکړى و چې ويل يې حکومت يې احمد معاذ خطيب ته بلنه ورکړ ې ده چې په سوريه کې د تاوتريخوالې د پاى ته رسولو په لاره کې د خبرو لپاره دې له روسي مقاماتوسره وګوري .
له دې سره جوخت د روسيې دبهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف هم څرگنده کړې وه چې پرون د سوريې د دولت له استازو سره په کتنه کې يې ددغه هيواد مقاماتو ته سپارښتنه وکړه چې اوسني بحران ته سوله ييز حل د لارې د موندلو لپاره له مخالفينوسره خبرې وکړي .
بوګدانوف ويلى دى چې په خبروکې دګډون بلن ليک د سوريې د ملي ايتلاف رييس ته سپارل شوى دى او زياته يې کړه چې خبرې کيداى شي په مسکو يا د قاهرې يا ژنيو په ګډون په بل ځاى کې ترسره شي .