د سوداګرۍ او اقتصاد د خصوصي برخې د ستونزو د لرې کولو په خاطر يو کنفرانس جوړ شو

کابل باختر دتلې دمياشتې  ٢٧ :
د اصلاحاتو لپاره د خصوصي لومړيتوبونو تر عنوان لاندې نن د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د خونو له خوا په کابل کې يو کنفرانس جوړ شو.
د باخترآژانس د خبر له مخې: دکنفرانس دکار په پيل کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو  د خونو  د عامل هيئت رييس عتيق الله نصرت وويل: دخصوصي برخې  استازي په دې کنفرانس کې راټول شوي دي ترڅو د خصوصي برخې د تجارتي او اقتصادي اصلاحاتو لپاره لومړيتوبونه مشخص او د عملي اصلاحاتو يو لنډ فهرست برابر کړي چې د تجارتي ستونزو د لرې کولو لپاره اغيزمن وي  او د هيواد اقتصادي وده ګړندي کړي.
  ده وويل: په دې کنفرانس کې دغه راز د لندن د کنفرانس لپاره يو لړ وړانديزونه هم چمتو کيږي .
په دې کنفرانس کې د حرکت موسسې رييس نسيم اکبري وويل: شپږ مهمې  اقتصادي برخې چې کرنه، تجارتي کرکيله، صنايع، بنسټ، خدمتونه او د صنايعو را ايستل دي؛ د دغه کنفرانس محوري برخه ده.
دغه راز په دې کنفرانس کې د جمهوري رياست د ملي اقتصاد سلاکار او د ماليې وزارت سرپرست ډاکتر عمر زاخيلوال د کنفرانس دکار د څيړنې په ترڅ کې وويل:  د دغه کنفرانس د خبرو لنډ رپوټ برابر او د ملي وحدت له حکومت سره شريک  کيږي او د تاسو استازو له خوا به د لندن په کنفرانس کې  وړاندې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته