د سوداګرو روژه؛ خپل ایمان مضبوط وساتئ
کابل، د کب ۱۶ مه، باختر
تبصره
د روژې مبارکه میاشت یو ځل بیا په رارسېدو ده او څو د ګوتو په شمار شپې او ورځې ورته پاتې دي، روژه د رحمت، مغفرت او برکت میاشت ده او ټاکل شوې میلیونونه مسلمانان دغه میاشت په ځانګړو مراسمو او ولولو ونمانځي.
زه په دې تبصره کې یواځې د سوداګرو، دوکاندارانو او نورو وړو او غټو کاروباریانو ته د روژې پر څرنګوالي خبرې کوم، چې د دغو خلکو روژه باید له نورو عامو هغو سره څه توپیر وکړي.
له پخوا څخه زمونږ په ټولنه کې لیدل کېږي، چې ځینې سوداګرو البته ټوله نه؛ د روژې په مبارکه میاشت او یا هم د سختۍ او یا فقر په وخت کې احتکار ته لاس اچوي او خپل مالونه په ځانګړي ډول خوراکي توکي یو په دوه پلوري او فکر کوي، چې همدا یې د ډېرې ګټې ترلاسه کولو موقع ده.
که څه هم د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته د خوراکي توکو د پلور ازاد بازار تر ډېره حده کنټرول شوی او دغه موضوع په جدي ډول تعقیبېږي، خو دغه سوداګرو ته په کار ده، چې د رمضان المبارک میاشتې په احترام او د خپلې دیني، انساني او وجداني دندې پر اساس خوراکي توکي قیمته نه؛ بلکې ارزانه کړي، تر څو عام خلک، چې روزګار یې د سلو، دوه سوو او یا هم درې سوو افغانیو پر مزدورۍ روان دی، وکولی شي یو ښه روژه ماتی او یا هم پېشلمی ولري.
سوداګر او د خوراکي توکو نور کاروباریان باید پوه شي، چې که دوی د دې حق لري، چې په دسترخوان یې د روژه ماتي لپاره رنګانګ ډوډۍ ایښې وي، نو عوام هم د دې حق لري تر څو یو ښه روژه ماتی وخوري.
لویو سوداګرو ته خو پکار ده، چې د روژې په میاشت کې بېخي ګټه و نکړي او کوچني سوداګر هم باید کمه ګټه وکړي، تر څو روژه کې عام خلک ګټه وکړي او وکولی شي لکه د سوداګرو په شان له رنګانګ خوړو څخه ډک دسترخوانونه ولري.
نو سوداګر باید خپله روژه له نورو سره په توپیر ونیسي او خپل ایمان مضبوط کړي.