د سنا مجلس رییس یو ساتوونکی شهيد شو

کابل / د غبرګولي ۵ / باختر
د سنا مجلس رییس وايي چې وسله والومخالفینو د ده یوساتوونکی شهید کړ.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د سنا مجلس رییس فضل هادي مسلمیار وویل چې ډاراچوونکو د ده یو ساتوونکی کله چې د خپل کور په لور روان و شهید کړ.
د دغې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی .
دغه راز د دغې پېښې د وخت او سیمې په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته