د سنا مجلس د رييسانو د کميټې غونډه جوړه شوه

کابل – باختر د تلې د مياشتې۳۰مه:
د مشرانو جرګې د لومړي نايب محمد علم ايزد يار په مشرۍ د سنا مجلس د رييسانو د كمېټې په غونډه كې د كمېسيونونو د كاري چارو د تنظيم او د عمومي غونډو د آجندا د ټاكلو په اړه د بحث تر څنګ پريكړه وشوه چې د فوايد عامې وزارت سرپرست دې د روان كال د لړم د مياشتې په څلورمه نېټه د يكشنبې د ورځې په غونډه كې د هېواد د لويو لارو او د حلقوي سړكونو د خرابوالي او د يوې بهرنۍ كمپنۍ له خوا د حلقوي سړك د پروژې د لسګونو مليونو ډالرو د تښتونې په اړه د سناتورانو پوښتنو ته ځواب ووايي.
همدا راز وپتيل شوه چې د مشرانو جرګې هيئت چې د سنا مجلس د لومړي نايب په مشرۍ يې د بين الپارلماني اتحاديې په كنفرانس كې ګډون كړى و او د معلولينو او د شهيدانو د پاتې كسانو د چارو كمېسيون دې خپل كاري رپوټ، مجلس ته واوروي او هم د ملي اقتصاد، مالي او بودجې كمېسيون دې د لړم په شپږمه نېټه د سه شنبې ورځې په عمومي غونډه كې د دغه كمېسيون رپوټ وړاندې كړي .
په دې غونډه كې د ملي شورا د دواړو مجلسونو د ګډ هيئت له غړو څخه غوښتنه وشوه ترڅو د ارزښت په ډيروالي د ماليې د قانون د تصويب په موخه د روان كال د لړم په درېيمه د شنبې په ورځ، له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې د لغوې د طرحې په اړه  د لړم په پينځمه نېټه او د تنباكو او دخانياتو د كنټرول د قانون د طرحې په باب د لړم په څلورمه نېټه د ملي شورا په ګډو غونډو كې برخه واخلي.
د دې غونډې په پاى كې وپتيل شوه چې د ملي راډيو ټلويزيون عمومي رئيس دې د روان كال د لړم د مياشتې په درېيمه نېټه د شنبې په ورځ او د قضايه قوې د اداري عمومي آمر دې د دغې كمېټې د چهارشنبې د ورځې په غونډه كې د درې ګونو قواوو د لوړ پوړو چارواكو د سلوكي اړيكو د تنظيم قانون په اړه حكم شوي چې په قضايه قوې پورې اړوند مقامات مكلف دي ترڅو مشخص او رښتيني معلومات د ملي شورا د دواړو مجلسونو عمومي او د كمېسيونونو غوڼدو ته په خپل وخت او مناسبو الفاظو او كلمو وړاندې او څرګندونې وكړي .#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته