خبرونهاقتصادټولنهTOP

د سمنګان د خرم سرباغ او روی دوآب ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ راتګ لپاره بدیل مسیر ورغول شو

کابل، د غبرګولي ۱۱مه، باختر
د ټولګټو وزارت د سمنګان ولايت د خرم سرباغ او روی دوآب ولسوالیو د اوسېدونکو د تګ راتګ لپاره د بدیل( فرعي) سړک د رغولو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې ياد فرعي سړک د ټولګټو وزارت د سرپرست په لارښوونه تر هغه وروسته ورغول شو، چې د تېرو ورځو د تېزو اورښتونو او سېلابونو له امله د يادو ولسوالیو اصلي مسیر د سړک د ځینو برخو د تخریب او د مولا علی پُل د بشپړ ویجاړېدو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوی و.
د سرچينې د مالوماتو له مخې د ټولګټو وزارت له لوري به همدارنګه له پلازمېنې کابل څخه يو تخنيکي ټيم سيمې ته واستول شي څو د مولا علي پل بېرته ترميم او ورغوي.
د يادونې وړ ده، چې د وروستيو سېلابونو له کبله د هېواد په يو شمېر سيمو کې خلکو ته د مالي او ځاني زيانونو اړولو ترڅنګ ځينې لويې لارې او سړکونه هم ويجاړ شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته