ايبک/ باختر د چنګاښ ديارلسمه :
د عامې روغتيا وزارت په طبي وسايلو سمبال پنځه امبولانسونه د سمنګانو د عامې روغتيا رياست ته وسپارل .
د سمنګانو د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالحميد باختر آژانس ته وويل: دغه امبولانسونه چې ٢٧٥زره امريکايي ډالره ارزښت لري، د نړيوال بانک له خوا د هېواد د عامې روغتيا له وزارت سره مرسته شوې وه چې پرون د سمنګانو ولايت د عامې روغتيا رياست ته وسپارل شول .
د سمنګانو د عامې روغتيا رييس وويل چې دوى دغه امبولانسونه چې په ټولو پرمختللو روغتيايي وسايلو سمبال دي، د بر دره صوف ولسوالۍ د حسني، د کوز دره صوف ولسوالۍ د مقصود سيمې، د خرم سارباغ ولسوالۍ د مرکز او د حضرت سلطان ولسوالۍ د کلينيکونو او د سمنګانو د ولايتي روغتون مسوولينو ته وسپارل.
په همدې حال کې د دغو ولسواليو مسوولينو د نړيوال بانک له مرستو او په عصري روغتيا امبولانسونو سره د دغو ولسواليو د کليينکونو او روغتون د سمباليدو له امله قدرداني وکړه .
دغه راز د کوز دره صوف ولسوالۍ اجراييه آمر انجنير قربان وويل چې دوى د ناروغانو او د ترافيکي پيښو د ټپيانو په ليږدونه کې له جدي ستونزو سره مخامخ وو او زياتره ناروغان او ټپيان يې له لرو پرتو سيمو څخه په شخصي وسايطوکې د ولسوالۍ روغتون او دغه راز د بلخ حوزي روغتون ته ليږدول.
د يادونې وړ ده چې پنځه مياشتې مخکې هم نړيوال بانک د بر دره صوف، کوز دره صوف او د روى دواب د ولسواليو له روغتونونو سره په ټولو تجهيزاتو سره سمبال درې امبولانسونه مرسته کړې وه .
0 1 دقیقه لوستل