د سمنګانو د احصائیې او معلوماتو ریاست په عوایدو کې نږدې ۱۸ میلیونه افغانۍ زیاتوالی راغلی
کابل، د وري ۱۱ مه، باختر
د سمنګانو ولايت د احصائيې او معلوماتو رياست مسوولین وايي، چې د تېر کال په پرتله د دې رياست عوايد يو نيم برابره زيات شوي دي.
د سمنګانو د احصائیې او معلوماتو رییس حبیب الرحمن وقاص د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې د یاد ریاست عواید په ۱۴۰۱ کال کې ۲۳ میلیونه ۲۰۴ زره ۹۷۸ افغانۍ وو چې په ۱۴۰۲ کال کې راټول شوي عواید ۴۱ میلیونه ۱۰۶ زره ۵۰۱ افغانۍ و چې دغه شمېر د تېرکال په پرتله ۱۷ میلیونه ۹۰۱ زره ۵۲۳ افغانۍ زیاتوالی ښیي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دغې ادارې د عوایدو د زیاتوالي لامل د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د اسانیتاوو برابرول، د برېښنايي پېژندپاڼو چټک چاپ او د پېژندپاڼو د بیولوړوالی بللی دی.
د یادونې وړده، چې په ورځ کې ۳۴۰ تنه مراجعینو د تذکرې لپاره په دوو جلا جلا ځایونوکې مراجعه کړې چې له دې جملې څخه ۳۰۰ تنه په سیستم کې ثبت شوي او مرکزته لېږدول کېږي.