د سمنګانو دره صوف- شباشک کان واټ ګټې اخیستنې په حال کې دی
کابل د چنګاښ ۸ / باختر
د سمنګانو د دره صوف اوشباشک کان واټ د جوړولوکارد بشپړېدوپه حال کې دی.
دغه واټ د ۳۷ کیلومترو په اوږدوالي او د ۱۰ متروپه سور، لرې پرتې سیمې او د سمنګان کان له عمومي واټ سره نښلوي.
د فواید عامې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې د دغه واټ په جوړېدوسره د زرګونو اوسېدونکو په تګ راتګ او د هغې ترڅنګ په کم لګښت سره په سمنګان کې بازارونوته د بزګرانو د کرنیزومحصولاتو او د استخراجي ډبرو سکرو په لېږدولوکې آسانتیاوې برابرېږي.
د دغه واټ په دوام کې د سړک په دواړو خواوو کې څو پل ، پلګوټي، استنادي دیوال او د ویالو جوړول په پام کې نیول شوي دي.
د فواید عامې وزارت وايي چې هیله کېږي دغه واټ تر۳ نورو میاشتو پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
-ع