د سلیماني څلورم تلین؛ د کرمان پرونیو چاودنو کې ۹۵ تنه وژل شوي دي
نړۍ، د مرغومې ۱۴ مه، بهرنۍ رسنۍ
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د ایران په کرمان ښار کې د پرونیو بمي چاودنو له امله چې د سپاه پاسداران د قدس څانګې د پخواني مشر قاسم سلیماني د وژل کېدو د څلورم تلین پر مهال د هغه زیارت سره نږدې شوې دي، ۹۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
ځینو نورو نړیوالو رسنیو بیا د وژل شویو شمېر تر سلو زیات ښودلی دی.
د نړۍ ګڼو هېوادونو د دغې پېښې له امله د ایران له حکومت او خلکو سره غمرازي ښودلې او دا یې یو بشري جنایت بللی دی.
د دغه برید مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو د ایران د ولسمشر سیاسي مرستیال محمد جمشیدي د اېکس په یو پیغام کې ویلي، چې امریکا او د اسرایلو رژیم د دغه برید تر شا لاس لري.
جمشیدي په داسې مهال کې امریکا او اسرایل په دغه برید کې په لاس لرلو تورن کړي، چې دواړو واشنګټن او تلبیب د ایراني چارواکو دغه تورونه رد کړي دي.
ایراني چارواکو د دغه برید د سخت غچ اخیستلو خبرداری ورکړی دی.
9