د سلو توپونو ليګ ترسره کېږي

کابل / د چنګاښ ۹مه / باختر

د کرکټ په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره د ۱۰۰ توپونو ليګ پيلېږي.

د دغه ليګ لپاره درېو بېلابېلو ټيمونو درې افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي او قيس احمد پيرودلي دي.

د کرکټ د سلو توپونو په نامه د دغه ليګ د نويو لوبو لپاره د انګلستان او ولز د کرکټ بورډونو په کال ٢٠١۶ کې خپلې نظريې وړاندې کړې وې.

په کال  ٢٠١٩کې موافقه وشوه چې دغه سيالۍ د ٢٠٢٠په جولای کې ترسره شي، خو د کروناويروس د خپرېدو په دلیل دغه سيالۍ ٢٠٢١کال ته وځنډول شوې.

د انګلستان کرکټ بورډ په مارچ میاشت کې وويل چې دغه سيالۍ د جولای په ٢١مه  پيلېږي.

ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته