-کابل باختر دمرغومي درې ويشتمه
د سعودي پاچا خادم الحرمین الشریفین اعلیحضرت ملک سلمان بن عبدالعزیز پرون ماښام د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني سره د ټیلیفوني خبرو پرمهال په کابل، کندهار او هلمند کې د سه شنبې د ورځې تروریستي بریدونه وغندل.
دجمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د سعودي عربستان پاچا جمهور رئیس غني او د افغانستان خلکو ته د تسلیت مراتب څرګند کړل او دغه بریدونه یې د اسلام د مقدس دین د اصولو او لارښونو خلاف وبلل. هغه زیاته کړه، د افغانستان خلک د تروریزم د مشترک تهدید اصلي قربانیان دي او د دغه تهدید د دفعه کولو په مشترکه مبارزه کې موږ د افغانستان د خلکو ترڅنګ یوو.
جمهور رئیس غني د سعودي عربستان پاچا څخه د تسلیت او غمشریکۍ له امله مننه وکړه او یو ځل بیا یې د تروریزم پر ضد په ګډه مبارزه ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه، د اسلام د مقدس دین د پیروانو په توګه به هغه کوچني اقلیت ته د دې اجازه ورنه کړي چې د خپلو ناوړه اعمالو د توجیه او تعبیر لپاره د اسلام د مقدس دین لارښوونې او د دغه ستر مدنیت ارزښتونه متضرر کړي.
2 1 دقیقه لوستل