خبرونهورزش

د سریکلانا پر وړاندې د یوازینۍ ټېسټ لوبې لپاره د افغان لوبډلې نوملړ اعلان شو

کابل، د سلواغې ۹مه، باختر

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن د سریلانکا پر وړاندې د راتلوونکي جمعې په ورځ د یوازېنۍ ټېسټ لوبې لپاره ۱۶ کسیز نوملړ په ډاګه کړ.

په دې نوملړ کې حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، ابراهیم ځدراڼ، اکرام علي خېل (ویکټ ساتونکی)، رحمت شاه، عبدالمالک، نورعلي ځدراڼ، بهیرشاه محبوب، ناصرجمال، قیس احمد، ظاهرخان پکتین، ضیاءالرحمن اکبر، اسحاق رحیمي (ویکټ ساتونکی)، یمین احمدزی، نجات مسعود، سلیم ساپي او نوید ځدراڼ ته په کې ځای ورکړل شوی دی.

د سریلانکا پر وړاندې لومړنۍ ټېسټ لوبه د راتلونکې فبروري میاشتې په دویمه نېټه پیلیږي چې د یادې لوبې وروسته به د فبروري میاشتې په ۹مه، ۱۱مه او ۱۳ د نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ او ورپسې د شل اوریزو نړیوالو لوبو لوبلړۍ د همدې میاشتې په ۱۷مه، ۱۹مه او ۲۱مه نېټه ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۷ز کال کې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د بشپړ غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته دا د افغان ملي لوبډلې ۸مه ټېسټ لوبه ده چې ورپسې به په روان کال کې ملي لوبډله د ایرلېنډ پر وړاندې یوه، د بنګله دېش پر وړاندې دوه، د نیوزیلېنډ پر وړاندې یوه او دغه راز د زمبابوې پر وړاندې دوه ټېسټ لوبې ترسره کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته