کابل – باختر د غبرګولي دمياشتي ٩
د سرپل ولايت د ملي امنيت رييس پرون د زړه د دريدو له امله وفات شو.
د سرپل ولايت سرپرست عبدالغفور دستيار د باختر آژانس خبريال ته وويل: دسرپل ولايت دملي امنيت رييس تورنجنرال نجيب الله مزاري د دندې د ترسره کولو په بهيرکې د زړه د دريدو له امله وفات شو.
د سرپل ولايت د ملي امنيت رييس د وسله والو مخالفينو په له منځه وړلو او د تروريستي بريدونو په ځپلوکې مهم رول درلود.
0 د یوې دقیقې څخه لږ