امنیت

د سرپل ولايت د سانچارک ولسوالۍ امنيه قوماندان دطالبانو په بريدکې ووژل شو

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٠ :
د سرپل ولايت د سانچارک ولسوالۍ امنيه قوماندان وسله والو طالبانوپه بريد کې ووژل شو.
په جنرال عبدالحکيم بيګ نن مازيګر دسانچارک _ سرپل په لويه لاره کې  دطالبانو په ډلې پورې اړوند دوسله والو طالبانو له خوا بريد وشو او ووژل شو.
دسرپل ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند کاظم کنعان له باخترآ ژانس سره په اړيکه کې دوسله والو طالبانوپه  بريدکې ددغه ولايت دسانچارک ولسوالۍ دامنيه قوماندان وژل  کيدل تائيد کړل.
عيني شاهدان وايي چې يرغلګر په موټر او موټرسايکل سپاره وو او دسانچارک  ولسوالۍ  په امنيه قوماندان له ډزو  وروسته وتښتيدل  .
ويل کيږي  چې په دې بريد کې دسرپل ولايت ددغه  امنيتي مقام ساتوونکو ته زيان نه دى اوښتى .
دسرپل پوليس وايي چې ددغې پيښې دعاملينو دپيژندنې اونيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته