کابل، د تلې ١٧مه، باختر
د آفچین کمپنۍ مسوولینو په سرپل ولایت کې د قشقري سیمې د ۲۳م نمبر د تېلو استخراج څاه د پرانیستلو خبر ورکړی دی.
د آفچین کمپنۍ د عامه اړیکو مسوول انجنیر امرالدین علي زی د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د قشقري څاه ګانو د تېلو د استخراج د چټکولو او ظرفیت لوړولو په موخه د چین او قزاقستان هېوادونو څخه ۲۰۰ موټره نوي تجهیزات او ماشينونه را انتقالوي.
نوموړي زیاته کړه چې د قشقري ٢٣م نمبر څاه په پرانیستلو سره به د دغې سیمې د تېلو استخراج کچه لوړه شي او ډېر ژر به د آق دریا او زمرد سای سیمو د تېلو استخراج پيل شي.
د یادونې وړده، چې تر اوسه ۷۹ موټره نوې تجهیزات قشقري سیمې ته رسېدلي، او تمه ده چې د ټولو وسایلو له رسېدو سره به په آمو دریا سیمه کې د تیلو د استخراج سرعت او ظرفیت لوړ شي.