خبرونهاقتصادTOPټولنه

د سرپل د پاسپورټ آمریت څه باندې ۱۰۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د تلې ۲۳ مه، باختر

د سرپل د پاسپورټ آمریت په تېرو ۶ میاشتو کې د ۱۹ زره ۱۲۸ پاسپورټونو د وېش له درکه ۱۰۴ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند نقیب الله علمیار د باخترآژانس خبریال ته ویلي، چې د روان کال په تېرو ۶ میاشتو کې د دغه ولایت پراوسېدونکو ۱۹ زره ۱۲۸ ټوکه پاسپورټونه وېشل شوي، چې له درکه یې ۱۰۳ میلیونه ۵۰۰ زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو وختونوکې د دغه ولایت اوسېدونکي د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره له ګڼو ستونزو سره مخ وو، چې اوس د حالت په ښه کېدو او د اسانتیاوو په رامنځته کېدو دغه ستونزې کمې شوي او خلک کولای شي له خدمتونو څخه په چټکۍ ګټه پورته کړي.

د یادونې وړده، چې په دغه ولایت کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ په عادي توګه روانه ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته