د سرپل د نفتو څاګانې تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي
کابل باختر د وږي څليرويشتمه :
د سرپل اوسيدونکي د قشقري په ساحه کې د نفتي توکو په څاګانو د بريد له امله انديښمن دي
دغه انديښنې هغه وخت د خلکو په منځ کې پيدا شوې چې تېره شپه طالبانو په دغو څاګانو بريد وکړ.
د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني د باختر آژانس خبريال ته وويل: که څه هم د کوماندو ځواکونو په دغه ولايت کې د پوځي عملياتو د ترسره کولو لپاره تيار شوي دي، خو امنيتي ګواښونه لا هم شته .
ده زياته کړه: اوس په دغه ولايت کې دغه نفتي څاګانې تر امنيتي ګواښ لاندې دي .
له بلې خوا د سرپل يوشمېر اوسيدونکي وايي: که حکومت د سرپل امنيتي حالت ته جدي پاملرنه ونه کړي، طالبان دغه څاګانې يا سوځوي او يا يې هم په ايستلو لاس پورې کوي .
ختم_ شکريه_ اکرم