امنیت

د سرپل د خلکو له خوا د طالبانو د يوه جګپوړي قوماندان نيول کيدل

کابل باختر د غبرګولي يو ويشتمه :
په سرپل ولايت کې د وسله والو طالبانو د ډلې يوجګپوړى قوماندان د سيمې د خلکو له خوا ونيول شو .
په هاشم قريشي چې د سرپل ولايت په ځينو سيموکې د لسګونو تروريستي پيښو د ترسره کولو تور لګول شوى دى؛ نن سهار د بلخاب ولسوالۍ د خلکو له خوا ونيول شو .
  د را رسيدلو خبرونو له مخې: خلکو د وسله والو طالبانو د ډلې د دغه قوماندان له نيولو وروسته هغه امنيتي ځواکونو ته سپارلى دى .
په سرپل ولايت کې د ملي اردو يوه جګپوړي قومانداندباختر آژانس خبريال ته وويل چې خلکو د وسله والو طالبانو د ډلې جګپوړي قوماندان قريشي چې په تروريستي  فعاليتونو بوخت و؛ ونيوه او امنيتي مامورينو ته يې وسپاره .
ده ملا قريشي په سرپل کې د بمونو او ماينونو د ښخولو، وسله والو بريدونو، انسان تښتونې او په ډزو سره د مسافرانو د وژنې په ګډون د زياترو تروريستي او ډار اچوونکو بريدونو د اصلي عامل په توګه وباله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته