د سرپل خلک د خپل ښار دفاع ته چمتو شول

کابل  باختردوږي دمياشتې٢٠نيټه :      
د سرپل ولايت په سلګونو تنو خلکو او وګړنيو پاڅون کوونکو نن سهار په يوه غونډه کې د خپل ولايت د دفاع په خاطر وسله واخسته او له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره يې خپل ملاتړ اعلام کړ.
د سرپل ولايت مرستيال په دې غونډه کې په خپله وينا کې وويل چې د سرپل ولايت  ديندار او ګران خلک پوهيږي چې تور زړې او له خداى څخه بې خبره ډلګۍ د اسلام   له مقدسو شعارونو څخه په استفادې سره مسلمانان په ډيره بېرحمۍ سره شهيدانوي.
جومات، قرانکريم، ديني عالم، ښځې او ماشومان او سپين ږيږي نه پيژني او ټول وژني.
ده زياته کړه: خوښ يم چې تاسو نن حالت درک کړ او له سرپل څخه د دفاع په خاطر مو وسله پورته کړه او د بېرحمه دښمن په مقابل کې دريږئ او د خپلو خلکو او له ملي نواميسو څخه دفاع کوئ .
ده  وويل: مه پريږدئ چې ستاسو ولايت دغزني، کندز او فراه د ولايتونو له برخليک  سره مخامخ شي  او د تل په شان له خپل سيمه ييز حکومت سره همکاري وکړئ.
د دغې غونډې برخه والو وويل: طالبان دې د سرپل ولايت د نيولو فکر له سره لرې کړي، ځکه موږ د خپلې وينې تر وروستۍ څاڅکې پورې دخپل ولايت او له خپلو خلکو څخه دفاع کوو او طالبان دې بايد پوه شي چې زموږ خلک سره ورونه دي او په همغږۍ او متحدانه ډول په دغه ولايت کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي .
پاى ج ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته