اقتصاد

د سرپل بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه ترلاسه کړل

سرپل باختردليندۍ دمياشتې٨  نيټه  :
په سرپل ولايت کې پرون په ٨٠٠ تنو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کيماوي سره وويشل شوه.
د سرپل  د کرنې  او اوبولګولو رئيس باختر آژانس ته وويل چې  ٢٥ ټنه اصلاح شوي تخمونه او ٢٥ ټنه کيمياوي سره د دغه ولايت دمرکز او د صياد ولسوالۍ په ٨٠٠ تنو بزګرانو په سرپل ولايت کې د نړۍ د خوړو د سازمان له خوا وويشل شول.
ده زياته کړه: په هر بزګر  يوه بورۍ غنم او يوه بورۍ کيمياوي سره ويشل شوې ده.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته