اقتصاد

د سرو زر و په بيه کې شپږ ډالره کموالى راغلى دى .

کابل باختر  دکب  دمياشتې  ٥ :
په  نړيوالو بازارونو کې د يوانس  سرو  زرو  په  بيه کې د تيرې  شنبې  د ورځې په پرتله  شپږ ډالره  کموالى ليدل کيږي .
دشنبې  په  ورځ  په  نړيوالو بازارونوکې يو انس سرو زر   په ١٣٣٩ ډالره  وړاندې کيده   خو نن په ١٣٣٣ ډالره  وړاندې کيږي .
  دپښتنې بانک  دسرو زرو دمارکيت يو پلورونکي  قاهر خان  د دغه خبر په تاييدولو سره  باخترآژانس ته وويل  :  اوس  يو ګرام يو ويشت عياره مصري  سره  زره  په ٢٦٠٠ افغانيو ،  يوويشت عياره کويټې سره  په  ٢٥٥٠ افغانيو ، يوويشت عياره سنګاپوري سره زر په  ٢٥٠٠ افغانيو ، نوولس عياره بحريني سره زر په    ٢٢٠٠    افغانيو ،  نولس عياره عربي سره زر په  ٢١٥٠ افغانيو ، اوولس عياره   ايراني سره زر  په ١٨٠٠ او  څوارلس عياره  يوګرام روسي سره زر په  ١٧٠٠ افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيږي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته