اقتصاد

د سرو زرو په بيه کې پنځه ډالره کمښت راغلى دى .

کابل باختر  دمرغومي دمياشتې  ٩ :
په نړيوالو بازارونو کې د يوانس  سرو  زرو  په   بيه کې  د تيرې ورځې په  پرتله  پنځه  ډالره کمښت ليدل کيږي .
تيره  ورځ  په  نړيوالو بازارونو کې يو انس سره  زر   په ١٢١٣ ډالره  وړاندې کيدل  خو نن په ١٢٠٨ ډالره  وړاندې کيږي .
  دپښتنې بانک  دسرو زرو دمارکيت يو پلورونکي  قاهر خان  د دغه خبر په تاييدولو سره  باخترآژانس ته وويل  :  اوس  يو ګرام مصري سره زره په ٢٤٠٠ افغانيو ،  کويټې ٢٣٥٠ افغانيو ، سنګاپوري ٢٣٠٠ افغانيو ،بحريني په ٢٠٥٠
افغانيو ، عربي ٢٠٠٠ افغانيو ، ايراني په ١٦٠٠ او يوګرام روسي سره زر په  ١٥٠٠ افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته